د امریکا د مینیسوټا ایالت په یوه ولسي غونډه کي یو کس د کانګرس پر غړي الهان عمر باندي بد بوی لرونکې مايع پاشلې.
دا پېښه هغه وخت رامنځ ته سوې، چي الهان عمر د کورني امنیت وزیري، کرېسټي نووام، څخه د استعفا غوښتنه وکړه او له حکومته ئې د ایس ځواکونو د منحل کېدو غوښتنه وکړه.
امنیتي چارواکو بریدګر سمدستي نيولی او الهان عمر، له لنډ ځنډ وروسته بېرته خپلو خبرو ته دوام ورکړی.
باید وویل سي چي ایس یو فدرالي اداره ده، چي د امریکا په بېلابېلو ښارونو کي د کډوالو د نیولو او ایستلو چاري پر مخ وړي او ډېر خلګ د دغي ادارې له چلند څخه شکایت کوي.