د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي باور صندوق د چهار شنبې په ورځ اعلان کړی، چي لوکزامبورګ هیواد د افغانستان سره ۲.۳ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
دغه صندوق ويلي، چي دا پیسې به د اساسي خدمتونو د ښهوالي او د افغانانو اقتصادي او اقلیمي مقاومت د پیاوړتیا له پاره ولګول سي.
بلخوا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) هم تازه ویلي، چي ناروې هیواد نژدې یو میلیون ډالر له افغانستان سره مرسته کړې ده. تر دې وړاندي، ایټالیا او سویډن هم د افغانستان سره د مرستي ژمنه کړې وه.