د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس وايي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي چي له ایران سره روانه پوځي نښته په اوږدمهاله جګړه بدله نه سي.
د هغه په خبره د اوږدمهالو جګړو مخالفت په دې معنا نه دئ چي امریکا به د خپلو موخو له پاره له پوځي ځواک څخه کار وانخلي.
نوموړي زیاته کړې، کله چي له ایران سره د امریکا ټاکل سوي موخي ترلاسه سي، ټرمپ به د خپلي ادارې پر نورو لومړیتوبونو تمرکز وکړي.