د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې، چي د بې‌پیلوټه الوتکو د مخنیوي له پاره ئې پرمختللې دفاعي ټکنالوژي ترلاسه کړې ده

د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې، چي د بې‌پیلوټه الوتکو د مخنیوي له پاره ئې پرمختللې دفاعي ټکنالوژي ترلاسه کړې ده.
دې جبهې په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي د دغو وسایلو په کارولو سره ئې د خپلو جنګیالیو دفاعي وړتیا لوړه کړې او اړوندو ځواکونو ته ئې د کارولو په اړه روزنه هم ورکړې ده.
ازادۍ جبهه زیاتوي، چي د نوي ټکنالوژۍ په مرسته به ئې ځواکونه د ط..البانو د ډرون او هوايي بریدونو پر وړاندي د مقابلې او د خپلو سنګرونو د ساتني وړتیا زیاته کړي.