د بدخشان په درایم ولسوالۍ کي د نشهيي توکو د تولید یوه کارخونه د ط..البانو له لوري کشف او ویجاړه سوې ده.
ط..البانو د بدخشان د نشهيي توکو پر وړاندي د مبارزې مدیر احسانالله مستقیم رسنيو ته ويلي، چي ځواکونو ئې تېره شپه شاوخوا یوه بجه د خیربیک په کلي کي پر یادي فابريکې عملیات کړي دي.
د نوموړي په خبره، د عملیاتو پر مهال ۸۴ کیلوګرامه خام تریاک، اووه د پروسس دستګاوي چي نشهيي توکي په کښي د پروسس په حال کي وو او د تولید اړوند یو شمېر نور وسایل ترلاسه کړي او وروسته ئې له منځه وړي دي.