د امریکا لپاره لنډه جګړه

د امریکا لپاره لنډه جګړه
ډونلډ ټرمپ په خپل ټولنيز پلېټفارم «Truth Social» کي يو جدول خپور کړی چي پکښي يې د امريکا د بېلابېلو جګړو موده له ايران سره د وروستۍ جګړې سره پرتله کړې ده.
په دغه جدول کي د افغانستان جګړه تر ټولو اوږده ښوول سوې ده، چي ۵۴۳ اوونۍ يې دوام کړی دی. ورپسې د عراق جګړه ۴۵۷ اوونۍ، د ويټنام جګړه ۴۳۹ اوونۍ، د امريکا کورنۍ جګړه ۲۰۹ اوونۍ، دوهمه نړيواله جګړه ۱۹۶ اوونۍ، د کوريا جګړه ۱۶۱ اوونۍ، او د ۱۸۱۲ جګړه ۱۳۹ اوونۍ ښودل سوې دي.

په مقابل کي، له ايران سره وروستۍ جګړه يوازي شپږ اوونۍ ښوول سوې ده. ټرمپ د دغه جدول تر څنګ ليکلي دي: «واو… دا جدول وګورئ.»
د ټرمپ له دې پوسټه ښکاري چي هغه غواړي وښيي چي د ايران جګړه د امريکا د تېرو اوږدو جګړو په پرتله په ډېر لنډ وخت کي پای ته رسېدلې ده، او دا د خپلې ادارې د بريا په توګه وړاندي کوي.