د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د‌ پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د‌ پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د رواني اوونۍ په جريان کي ۴۹۱ د افغان کډوالو بنديان د پاکستان د‌ زندانو څخه ازاد سوي او بېرته افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوال د دوو مياشتو راهيسي د پاکستان په زندانو کي بنديان وو، چي تر ازادېدو وروسته افغانستان ته راغلي.
د افغان کډوالو دغه زندانيان تر ازادېدو وروسته د کندهار د سپين بولدک او د ننګرهار د تورخم د لاري افغانستان ته راغلي دي.