د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د چهارشنبې په ورځ اعلان کړی، چي تېره شپه ئې پر ایران د پرلهپسې یوولسمي شپې پوځي بریدونه پای ته رسولي دي.
سنتکام ویلي، په دغو عملیاتو کي د ایران پوځي عملیاتي مرکزونه، سمندري وړتیاوي، د الوتکو اډې، د بېپیلوټه الوتکو د ساتني تاسیسات او پوځي لوژستیکي مرکزونه په نښه سوي، څو په هرمز تنګي کي د سوداګریزو بېړیو پر وړاندي د ایران وړتیا نوره هم محدوده سي.
د یادي قوماندانۍ د معلوماتو له مخي، ایران په تېرو درو میاشتو کي پر څه باندې ۳۰ سوداګریزو بېړیو بریدونه کړي، چي د سلګونو ملکي سمندري کارکوونکو ژوند ئې له ګواښ سره مخ کړی او د نړۍوالو کښتۍ چلوني ازادي ئې اغېزمنه کړې ده.
سنتکام همداراز ویلي، سره له دې چي د ایران اقدامات دوام لري، هرمز تنګی لا هم د سوداګریزو بېړیو پر مخ پرانیستی دئ او د مې میاشتي له پیل راهیسي ئې د نژدې ۹۰۰ سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ او د شاوخوا ۴۵۰ میلیونه بېرله خامو تېلو د لېږد امنیتي ملاتړ کړی دئ.