د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي حشمت الله شهيدي وروسته له څلورو کلونو کپتانۍ ددغه دندي څخه استعفا وړاندي کړه.
نوموړی د ۲۰۲۲ کال څخه د ملي لوبډلي د پنځوسو اوریزو سیالیو کپتان و چي بلاخره یې اوس دغه دنده پرېښودله.
هغه پر خپل فیسبوک پاڼه ليکلي چي د ملي لوبډلي کپتاني زما لپاره ویاړ و،او د خپلي هري نیمګړتيا په خاطر د ټول ملته بخښنه غواړم.
د یادوني وړ ده چي حشمت الله شهيدي په دا اخرو کي د کم ځليدلو په سبب د ګڼو هيوادوالو د سختو نيوکو سره مخ سوی وو.