د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي، د ایران پر ځینو هدفونو ئې د هوايي بریدونو نوې لړۍ پیل کړې ده

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي، د ایران پر ځینو هدفونو ئې د هوايي بریدونو نوې لړۍ پیل کړې ده. د سنتکام په وینا، د دغو بریدونو موخه په هرمز تنګي کي د بېړیو د تګ راتګ د ګواښولو لپاره د ایران د وړتیا کمول دي.
دا بریدونه څو ساعته وروسته له هغه وسوه، چي د امریکا ولسمشر، اعلان وکړ چي له ایران سره لنډمهالی اوربند پای ته رسېدلی دئ.
نوموړي په ټولنیزو رسنیو کي د امریکا د بریدونو ویډیوګاني او انځورونه هم خپاره کړي او په خبره ئې دا بریدونه د ایران له لوري پر سوداګریزو بېړیو د وروستیو بریدونو په غبرګون کي ترسره سوي دي.

سنتکام په خپله اعلامیه کي ایران د هرمز تنګي په نړۍوالي سمندري لاره کي پر سوداګریزو بېړیو او ملکي عملې د وروستیو بریدونو مسؤل بللی دئ.