د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس ویلي، که ایران د هرمز تنګي د تړلو هڅه وکړي؛ د امريکا د سخت پوځي غبرګون سره به مخ سي.
ونس ویلي، ایران له امریکا سره د سوي هوکړي د لاسلیک وروسته یوازو د یوې اوونۍ له پاره خپلو ژمنو ته پابند پاته سو او وروسته ئې بیا په سیمه کي د بېړیو په نښه کول پیل کړ.
هغه زیاته کړې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندي ټول انتخابونه پر مېز ساتلي او د هرمز تنګي پرانیستی پاته کېدل د واشنګټن له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.