د ايران رسنيو راپور ورکړی

د ايران رسنيو راپور ورکړی، چي د پنج شنبې په سهار د ایران د سیستان او بلوچستان په ولايت کي د ايران شهر هوايي ډګر امريکا ويشتلی.
په ورته وخت کي د ایران شهر ولسوال ياد برید تائید کړی او ویلي ئې دي چي په دې پېښه کي یو کس وژل سوی دئ.
د راپورونو له مخي، امریکا د سپاه پاسداران له لوري د هرمز تنګي ته نژدې پر درو بېړیو د بریدونو په غبرګون کي د ایران په جنوبي سیمو کي یو شمېر هدفونه په نښه کړي دي.

ځايي سرچینې وايي، د ایران شهر د هوايي ډګر په برید کي د څلورو قوي چاودنو ږغ اورېدل سوی.