د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي، چي تېره شپه ئې د ایران پر ځینو اهدافو پوځي عملیات کړي او دا بریدونه ئې د هرمز تنګي له لاري پر درو سوداګریزو بېړیو د ایران د بریدونو په غبرګون کي ترسره کړي دي.
سنتکام ويلي، چي ایران په نړۍوالي سمندري لاري کي پر ملکي عملې لرونکو سوداګریزو بېړیو بریدونه کړي او د اوربند څخه ئې ښکاره سرغړونه کړې ده.
د دې قوماندانۍ په وینا، د امریکا بریدونه د ايران له خوا د يادو بېړيو د ويشتلو په غبرګون کي وو.