اکسیوس د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ضد د پوځي برید امر د ناټو په سرمشریزه کي د ګډون له پاره د ترکیې د سفر پر مهال صادر کړی دئ.
د راپور له مخي، ټرمپ په انقره کي د امریکا د دفاع وزیر، د بهرنیو چارو وزیر، د خزانې وزیر، د وسلهوالو ځواکونو د مشرانو او یو شمېر نورو لوړپوړو امنیتي چارواکو سره غونډه کړې وه او وروسته ئې پر ايران د بريد امر ورکړی و.
سرچینه زیاتوي، لا هم نه ده معلومه چي د امریکا پوځي عملیات به څومره دوام وکړي، او د راتلونکو اقداماتو په اړه پرېکړه به د دغو بریدونو د پایلو تر ارزوني وروسته وسي.