د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کوي، چي د هرمز تنګي ټول هغه سمندري ماینونه پاک سوي، چي ایران هلته ځای پر ځای کړي وو او اوس د دې مهمي لاري بشپړ کنټرول د امریکا سمندري ځواکونه لري.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کي خبریالانو ته ويلي، چي په هرمز تنګي کي د ماینونو د پاکولو عملیات ترسره سوي او امریکايي سمندري ځواکونه د دې تنګي د تګ راتګ څارنه کوي.
هغه زیاته کړه، ایران کله ناکله په سیمه کي ماینونه ځای پر ځای کوي، خو د امریکا سمندري ځواکونه ئې پيدا کوي او له منځه ئې وړي.
د امریکا ولسمشر همداراز وویل، پر ایران سمندري محاصره په کلک ډول عملي کېږي او یوازي هغو بېړیو ته به اجازه ورکول کېږي چي د امریکا سمندري ځواکونه ئې د هرمز له تنګي څخه د تېرېدو اجازه ورکوي.