د غزني ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دوشنبې په ورځ د دغه ولايت په جاغوري ولسوالۍ کي خاوند او مېرمن د اوبو په يوه حوض کي د ډوبېدو له امله وژل سوي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته سوې، چي يو سړی د لمبېدو پر مهال د حوض اوبو ډوب کړی او مېرمن ئې غوښتل چي هغه وژغوري؛ خو هغه هم اوبو ډوبه کړې او دواړه ئې وژلي دي.