د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی، که پر امریکا برید وکړي د سخت او جدي غبرګون سره به مخ سي.
هغه یو ځل بیا ویلي چي ایران باید اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي او ټینګار ئې کړی، چي د دغه هیواد احتمالي ګواښونه د امریکا له پاره د اندېښنې وړ دي.
په همدې حال کي سيايناين د څو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چي تازه استخباراتي معلومات د ټرمپ د حکومت پر لوړپوړو چارواکو د احتمالي برید د پلانونو په اړه دي.
په راپور کي ويل سوي، چي ايران غواړي په امريکا کي د ټرمپ د ادارې پر مهمو غړو بريدونه وکړي.