د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چي پر ایران احتمالي راتلونکی برید به د تېر برید په پرتله نژدې پنځه برابره پراخ او سخت وي.
ټرمپ ویلي، که څه هم د شخړي د پای ته رسولو له پاره منځګړیتوبونه روان دي، خو امریکايي ځواکونه هر وخت پوځي عملیاتو ته چمتو دي.
نوموړي زیاته کړې، چي د سیمي هیوادونه د نوي برید پر ځای د خبرو اترو دوام غواړي او دی هیلهمن دئ، چي شخړه ژر پای ته ورسېږي.