د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندي د پراخو پوځي عملیاتو د بیا پیلولو احتمال څېړي او په دې اړه ئې له خپل امنیتي ټیم سره سلا مشورې کړي دي.
فاکس نیوز راپور ورکړی، چي په تېرو دوو ورځو کي د امریکا لوړپوړو امنیتي چارواکو په سپینه ماڼۍ کي غونډي کړي دي او د دغه هیواد مرکزي قوماندانۍ هم د احتمالي پوځي عملیاتو له پاره خپل چمتووالی وروستي کوي.
د راپور له مخي، ټرمپ ویلي چي نه غواړي ایران له نورو ویجاړیو سره مخ سي، خو په وینا ئې، ښايي د پوځي اقدام ترسره کولو ته اړ سي.
تر اوسه د امریکا ولسمشر د ایران پر وړاندي د پوځي عملیاتو د بیا پیلولو پرېکړه نه ده کړې او په دې اړه ئې کوم رسمي امر هم نه دئ صادر کړی.