د ایران د سپاه پاسدارانو سمندري ځواک وايي، چي پر دوو د تېلو وړونکو بېړيو سمندري ماينونو چاودنه کړې او تر چاودني وروسته ئې اور اخيستی.
د سپاه پاسدارانو د عامه اړیکو دفتر په خبرپاڼه کي ویلي، دغو بېړیو د تګ راتګ او پېژندني سیستمونه بند کړي وو او هڅه ئې کوله د هرمز تنګي له یوې ټاکل سوي لاري پرته پر بله لار تېر سي.
په خبرپاڼه کي د پېښي د وخت، د بېړیو د هویت او د احتمالي زیانونو په اړه نور معلومات نه دي خپاره سوي.
ایران ټینګار کوي، چي د هرمز تنګي له لاري تېريدونکي ټولي بېړۍ باید د دغه هیواد لهخوا ټاکل سوي سمندري لار وکاروي.