د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ایران هغه هوکړې ته غاړه نه ږدي چي د ده په باور د دغه هیواد د اټومي پروګرام د مخنیوي له پاره اړینه ده.
ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی چي ایران باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.
نوموړي ادعا کړې چي د امریکا له پخوانیو بریدونو وروسته د ایران د اټومي وړتیاوو بېرته رغول به ډېر وخت ونیسي.
د ټرمپ دا څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند موده پای ته رسېدلې او لا څرګنده نه ده، چي دواړه هیوادونه به بیا جګړې ته مخه کوي او که مذاکرات به پیلوي.
ټرمپ ویلي، ایران تر اوسه داسي هوکړي ته چمتو نه دئ، چي د دغه هیواد اټومي پروګرام محدود کړي.