د افغانستان له پاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وايي، ط..البان باید د افغانستان د حکومت په توګه له نړۍوالي ټولني او ګاونډیو هیوادونو سره مسئولانه او د ډیپلوماسۍ پر بنسټ چلند وکړي.
دراني له یوې رسنۍ سره په مرکه کي ویلي، ط..البان لا هم د ټولشموله حکومت جوړولو او د هیواد په سیاسي چارو کي د بېلابېلو ډلو د ګډون په برخه کي خپلي ژمني نه دي پوره کړي.
نوموړي د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه او د افغانستان دننه د بېلابېلو وسلهوالو ډلو فعالیتونه هم د اندېښنې وړ بللي دي.
هغه ټینګار کوي چي افغانستان باید له نړۍ منزوي نه سي او ط..البان باید له ګاونډیانو او نړۍوالي ټولني سره د اړیکو له پاره روښانه او عملي تګلاره ولري.
دراني همداراز ویلي، د افغانستان د راتلونکي په اړه باید د هیواد خلګو ته د پرېکړي زمینه برابره سي.