د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چي د ط..البانو په بند کي د یوه امریکايي وګړي د ساتلو موضوع به د هغه د حکومت لهخوا په جدي ډول وڅېړل سي او واشنګټن به په دې اړه کلک دریځ ولري.
د رسنیو د راپورونو له مخي، ډینس کویل چي ۶۴ کلن امریکايي او د پوهنتون استاد دئ، د ۲۰۲۵ ميلادي کال د جنورۍ په ۲۶مه په کابل کي د خپل استوګنځای څخه د ط..البانو لهخوا نیول سوی دئ.
د هغه کورنۍ وایي چي نوموړی تر اوسه پرته له کوم رسمي تور څخه بندي دئ.
ټرمپ خبریالانو ته ویلي چي د امریکايي وګړو نیول او بندي کول د منلو وړ نه دي او دا موضوع به د امریکا د دولت لهخوا تعقیب سي، خو تر دې دمه سپیني ماڼۍ نه دي ویلي چي د کویل د خوشي کېدو له پاره به کوم عملي ګام پورته کړي.
د کویل کورنۍ وایي چي هغه په سختو شرایطو کي ساتل کېږي او له نورو کسانو سره ئې اړیکه ډېره محدوده ده.
بايد وويل سي، چي امریکا ط..البان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه پېژني او د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو نشتون د دې ډول قضیو حل ستونزمن کړی دئ.