د امريکا پوځ اعلان کړی، چي د دوی هوايي بيړۍ يو‌اس‌اس ابراهام لينکن له خپلي جنګي ډلي سره منځني ختيځ ته رسېدلې ده

د امريکا پوځ اعلان کړی، چي د دوی هوايي بيړۍ يو‌اس‌اس ابراهام لينکن له خپلي جنګي ډلي سره منځني ختيځ ته رسېدلې ده.
دا اقدام په داسي حال کي سوی چي د امريکا او ايران ترمنځ تاوتريخوالی ډېر سوی، په ځانګړي توګه وروسته له هغه چي په ايران کي د حکومت ضد لاريون کوونکي سخت وځپل سول .
د امريکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ويلي، لينکن او د هغې جنګي ډله اوس مهال په سيمه کي ځای پر ځای سوي، څو د سيمي امنيت او ثبات ټينګ کړي.

تېري اوونۍ د امريکا ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی و، چي امريکا د ايران پر لور يو لوی سمندري ځواک استولی، خو ويلي و چي لا ئې هم د پوځي اقدام پرېکړه نه ده کړې.
ايران بيا امريکا ته خبرداری ورکړی، چي هر ډول بريد به د پراخي جګړې په معنا وي او دوی به امريکايي او اسرائيلي اهداف په نښه کړي.
امريکايي چارواکو ويلي چي د ابراهام لينکن هوايي بيړۍ د ځانګړو جنګي بېړيو سره يو ځای سيمي ته رسېدلې، چي توماهاوک کروز توغنديو سره سمبال دي.

د امريکا يو دفاعي چارواکي ويلي چي له دې بيړۍ سره درې نوري جنګي بېړۍ هم مل دي، چي د توماهاوک توغنديو د توغولو وړتيا لري.
کارپوهان وايي، دا پراخ پوځي استقرار د سيمي د تاوتريخوالي په منځ کي يو روښانه خبرداری دئ او دا په وروستيو کلونو کي په سيمه کي د امريکايي ځواکونو تر ټولو پراخ حضور دئ.