د فلسطين د روغتيا وزارت ويلي چي په غزه کي د اسرائيلي پوځ‌ د پرله‌پسې بريدونو له امله د وژل سوو کسانو شمېر اوس ۷۱ زره

د فلسطين د روغتيا وزارت ويلي چي په غزه کي د اسرائيلي پوځ‌ د پرله‌پسې بريدونو له امله د وژل سوو کسانو شمېر اوس ۷۱ زره ۶۶۰ ته رسېدلی دئ.
دغه ارقام د ۲۰۲۳ ميلادي کال د اکتوبر مياشتي څخه تر نن ورځي پوري راټول سوي.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخي، د ټپيانو شمېر هم ډېر سوی او ۱۷۱ زره ۴۱۹ کسانو ته رسېدلي دي.

همداراز، وروسته له هغه چي تېر کال د اکتوبر په ۱۰مه اوربند لاسليک سو، بيا هم اسرائيلي پوځ په بېلابېلو سيمو کي بريدونه کړي، چي له امله ئې ۴۸۶ فلسطينيان وژل سوي او ۱۳۴۱ تنه نور ژوبل سوي دي.
د سيمي خلګ او چارواکي وايي، چي د دغو بريدونو دوام د بشري ناورين د پراخېدو سبب سوی او حالت ورځ تر بلي کړکېچن کېږي.