د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هیواد ئې له ایران سره یوازي محدودي خبري کوي او پر تهران د اقتصادي فشارونو ته دوام ورکوي.
ټرمپ ویلي، ایران د سخت انفلاسیون او کمزوري اقتصاد له امله له جدي ستونزو سره مخ دئ او امریکا اوس هڅه کوي چي وضعیت له نژدې وڅاري.
نوموړي د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه هم ویلي، چي ایران د بېړیو د تګ راتګ له پاره نوي شرطونه وړاندي کړي او د تهران او واشنګټن ترمنځ خبري لا بشپړي سوې نه دي.
د راپورونو له مخي، ایران د هرمز تنګي د پرانیستلو له پاره د امریکا د بندیزونو د لېري کولو، د سمندري محاصرې د پای ته رسولو او د جګړې د زیانونو د جبران غوښتنه کړې ده.
د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس هم ویلي چي د ایران موضوع لا پای ته نه ده رسېدلې او واشنګټن له دیپلوماتیکو، اقتصادي او پوځي لارو د خپلي موخي د ترلاسه کولو له پاره کار اخلي.