په نړۍوالو بازارونو کي د تېلو بیه د هرمز تنګي د بیا پرانیستل کېدو په اړه د روانو اندېښنو له امله لوړه سوې ده.
د راپورونو له مخي، د دوشنبې په ورځ د برنټ خام تېلو بیه ۱.۰۱ سلنه لوړه سوه او هر بېرل قيمت ئې ۸۴.۳۴ ډالرو ته رسېدلی دئ.
دا په داسي حال کي ده چي د ایران چارواکو ویلي، له عمان سره په خبرو کي پرمختګ په دې معنا نه دئ چي هرمز تنګی به سمدستي د بېړیو پر مخ پرانیستل سي. تهران ټینګار کړی، چي د کښتيو د تګ راتګ د بیا پیل له پاره باید د ایران ټول شرطونه ومنل سي.
د هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه دئ او د هغه د وضعیت په اړه هر ډول ناڅرګندتیا د نړۍوالو بازارونو پر بیو اغېز کوي.