د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایراني قشم ټاپو د خپل هیواد د تازه برید پخلی کړی او ویلي ئې دي، چي امریکايي ځواکونو د ایران د هوايي دفاع یو سیستم له منځه وړی دئ.
ټرمپ فلوریډا ایالت ته د رسېدو پر مهال خبریالانو ته ویلي، چي برید محدود و او امریکايي ځواکونو د ایران دفاعي سیستم په ډېر کم وخت کي له منځه وړی دئ.
د ایران تسنیم خبري اژانس تر دې مخکي راپور ورکړی و، چي د شنبې په سهار د قشم ټاپو په سوزا سیمه کي لږ تر لږه دوې چاودني سوي دي.
بلخوا د ایران پوځ ویلي، چي د دغه ټاپو په فضا کي ئې د امریکا یوه MQ-9 بېپیلوټه الوتکه د هوايي دفاعي سیستم په وسیله ویشتلې او نسکوره کړې ده.
دا په داسي حال کي ده، چي امریکا د تېري اوونۍ د دوشنبې په شپه هم پر قشم ټاپو برید کړی و. د وروستیو راپورونو له مخي، په یوه اوونۍ کي دا دویم ځل دئ، چي امریکايي ځواکونه د ایران خاوره په نښه کوي.
د امریکا او ایران ترمنځ د پوځي کړکېچ د زیاتېدو سربېره، د قطر په منځګړیتوب د دواړو هیوادونو ترمنځ د خبرو اترو بهیر هم روان دئ.