د اندونیزیا د جاوه ټاپو په یوه سړک کي تېره شپه یو مسافر وړونکی بس چپه سوی چي له امله ئې ۱۵ کسان وژل سوي

د اندونیزیا د جاوه ټاپو په یوه سړک کي تېره شپه یو مسافر وړونکی بس چپه سوی چي له امله ئې ۱۵ کسان وژل سوي.
د اندونيزيا د پوليسو چارواکي وايي، په بس کي ټولټال ۳۴ مسافر موجود وو.
پوليس وايي دغه پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.

دا بس له جاکارتا څخه یوګیاکارتا ښار ته روان و، چي دغه پېښه رامنځ ته سوې.