د ط..البانو تر واک لاندي د ستري محکمې څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو تر واک لاندي د ستري محکمې څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د يکشنبې په ورځ ئې په کنړ ولايت کي ۱۷ کسان د نشه يي توکو د قاچاق، غلا او اخلاقي فساد په تور په عام محضر کي په دورو وهلي دي.
خبرپاڼه ليکي چي دغه کسان ئې د ۱۰څخه تر ۳۹ پوري په دورو وهلي او د يوه کال څخه تر دوو کلنو پوري ئې د تنفيذي بند‌ سزا هم ور کړې ده.
بايد وويل سي چي تر دې يوه ورځ وړاندي په کاپيسا او باميانو کي هم د ورته جرمونو په تور ط..البانو خلګو ته تعزيري سزا ورکړې وه.