د اوږدې وچکالۍ له اندېښنو وروسته د تېري شپې راهیسي په کندهار ښار او ټولو ولسوالیو کي باران پيل سوی او اوس هم ادامه لري.
د هوا پېژندني ادارې د معلوماتو له مخي، دا بارانونه به د شنبې تر ناوخته پوري په وقفي ډول دوام وکړي.
د کندهار کروندګرو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي دغه بارانو د ژمي د فصل له پاره هیله من کړي.
هغوي وايي دا ډول بارانونه به نه یوازي د کرنیزو حاصلاتو له پاره ګټه وکړي؛ بلکي د ځمکو وچوالی به هم تر ډېره جبران سي.
همدا راز، د افغانستان د هوا پېژندني ادارې لس ورځي وروسته هم په کندهار کي د بيا باران اټکل کړی دئ.