د ط..البانو د هرات د والي وياند څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د ایران سره پر پوله درې تنه افغان کډوال چي غوښتل ئې په غيرقانوني ډول ايران ته ولاړ سي د يخ او واوري له امله وژل سوي دي.
د هغه په خبره چي د دغه وژل سوو کسانو جسدونه هرات ته راوړل سوي دي.
بلخوا بيا تېره ورځ سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د ايران سره پر پوله ۱۵ تنه افغان کډوال د يخ له امله وژل سوي دي، چي جسدونه ئې د هرات ادرسکن او کهسان ولسواليو ته انتقال سوي دي؛ خو ط..البان بيا د درو افغانانو مړينه تائيد وي.
دا په داسي حال کي ده چي په افغانستان کي ځوانان د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله بهرنيو هيوادونو ته پر سختو او قاچاقي لارو باندي سفر کوي.