د پاکستان يوې ځانګړي محکمې د دغه هيواد پخواني لومړي وزير عمران خان او د هغه مېرمني بشرا بي بي ته د ۱۷ کاله بند سزا

د پاکستان يوې ځانګړي محکمې د دغه هيواد پخواني لومړي وزير عمران خان او د هغه مېرمني بشرا بي بي ته د ۱۷ کاله بند سزا ورکړې ده.
محکمې ويلي، چي دغه سزا ئې هغوی ته په يوه مالي قضيه کي د فساد په تور ورکړې ده.
دغه راز، محکمې دواړه ۱۶.۴ میلیونه روپۍ جریمه کړي دي. محکمه زياتوي که هغوی دغه جریمه ورنه کړي، نو د زندان موده به ئې نوره هم اوږده سي.

محکمې ويلي پر هغه دولتي ملکیت د ناقانونه پلور او مالي فساد تور دئ.
بايد وويل سي، چي تراوسه پوري عمران خان او د هغه ګوند د يادي موضوع په تړاو څه نه‌دي ويلي.