د اوکراین چارواکو خبر ورکړی چي د روسیې ځواکونو د دغه هيواد پر بېلابېلو سیمو د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړي، چي له امله ئې ۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶۰ نور ټپیان سوي دي.
د راپورونو له مخي، کییف، خارکیف او ډنیپرو د هغو ښارونو له ډلي دي، چي د بریدونو اصلي هدف ګرځېدلي دي.