د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، د واشنګټن او تهران ترمنځ رواني ډیپلوماتیکي هڅي ښايي په نژدې ورځو کي د یوې نوي موافقې لامل سي، چي د اوربند د دوام او د هرمز تنګي د عادي تګ راتګ د بیا پیل زمینه برابره کړي.
نوموړي په یوه مرکه کي ويلي، چي د خبرو اترو پر مهال ځیني خنډونه رامنځته سوي وو؛ خو اوس تر ډېره حل سوي او دواړه لوري لا هم د تفاهم د موندلو له پاره اړیکي ساتي.
ټرمپ ټینګار کړی، چي که له ایران سره سیاسي جوړجاړی وسي، دا به د پوځي بریا په پرتله غوره پایله ولري.
هغه په عین حال کي منلې چي د دواړو هیوادونو ترمنځ د کلونو راهیسي موجودو اختلافاتو ته په کتو، یوې هر اړخیزي هوکړي ته رسېدل اسانه کار نه دئ.