د ايران اسلامي جمهوري حکومت اعلان کړی، چي هغه طرحه نهايي سوې ده، چي له مخي ئې د ايران دولت پلان لري

د ايران اسلامي جمهوري حکومت اعلان کړی، چي هغه طرحه نهايي سوې ده، چي له مخي ئې د ايران دولت پلان لري، چي د ايران ښځو ته د موټر سيکل چلولو رسمي جواز ورکړي.
د ايران د ولسمشرۍ ماڼۍ د ښځو د برخي مرستيالي زهرا بهروز آذر د چهارشنبې په ورځ د وزيرانو شورا تر غونډي وروسته د خبريالانو سره د خبرو پرمهال ويلي، چي دغه بهير نهايي سوی او ډېر ژر به په رسمي ډول عملي سي او ټولو هغه ښځو ته چي د موټر سيکل چلولو قانوني جواز غواړي ور به کول سي.