د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د سې شنبې په ورځ ۳۳۳ د افغان کډوالو کورنۍ د ايران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي ۷ د افغان کډوالو کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري او ۹ کورنۍ د نميروز د وريښمو پله د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.
دغه راز ط..البانو د ياد وزارت په خبرپاڼه کي ويلي، چي په همدې ورځ ۲۱ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري او ۲۹۶ کورنۍ د ننګرهار د تورخم د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.

خبرپاڼه ليکي چي دغه افغان کډوال پاکستان په زور او جبر د خپلي خاوري څخه شړلي او په دې ساړه ژمي کي افغانستان ته راغلي دي.