د ايران او امريکا ترمنځ روان کړکېچ اوس يو نوي پړاو ته داخل سوی دی، چيري چي ټرمپ د ايران پر بندرونو د محاصرې اعلان کړی او هڅه کوي د فشار له لاري تهران اړ کړي چي تسليم سي.
په لومړيو کي د واشنګټن حساب دا و چي ايران به په جګړه کي کمزوری سي، او بيا به د خبرو مېز ته په شا سي. خو دا دواړه حسابونه تر اوسه بريالي نه دي ثابت سوي. اوس درېيمه لاره، يعني اقتصادي محاصره، د امريکا اصلي وسيله ګرځېدلې ده.
په دې وضعيت کي دواړه خواوي تر مستقيمي جګړې ډېر، د يو بل د محاصرې او فشار په حالت کي دي. اصلي پوښتنه دا ده چي: څوک به ډېر وخت دوام وکړي؟
د هرمز بندېدل يا محدودېدل د دې تقابل تر ټولو مهم ټکی دی. دا لاره د نړۍ د انرژۍ له مهمو زیرمو څخه ده، او هر ډول ګډوډي پکښي سمدستي پر نړيوال اقتصاد اغېز کوي.
د امريکا له نظره، د ايران اقتصاد لا له مخه هم کمزوری و، او اوس د جګړې له امله نور هم زيانمن سوی دی. د راپورونو له مخي، د ايران صنعتي بنسټ په ځانګړې توګه د فولادو سکتور سخت زيان ليدلی، او په لکونو کسان بېکاره سوي دي. واشنګټن باور لري چي که د ايران د انرژۍ صادرات لا محدود سي، نو سياسي پرېکړه کوونکي به اړ سي خپل دريځ بدل کړي.
خو تهران بيا بل ډول فکر کوي. ايران ځان د اوږدمهاله فشار د زغملو وړ بولي او باور لري چي وخت د دوی په ګټه دی. د دوی په اند، دا به بالاخره امريکا وي چي د کورنيو سياسي فشارونو—په ځانګړې توګه د تېلو د بيې د لوړېدو له امله—شا ته ولاړه سي.
په همدې وخت کي، امريکا هم ځان بېوسه نه بولي. د انرژۍ د کارپوهانو په وينا، امريکا د داخلي توليد له کبله نسبي ثبات لري او د نورو هېوادونو په پرتله لږ اغېزمنېږي. خو دا مانا نه لري چي د نړيوال بازار فشار به بېاغېزې وي.
ايران له دې حالته د مخنيوي لپاره ځيني ګامونه هم اخيستي دي. ويل کېږي چي دوی ميليونونه بېلره تېل له مخه ذخيره کړي او په نړيوالو اوبو کي يې ساتلي دي، تر څو د صادراتو د بندېدو په صورت کي يو څه انعطاف ولري.
خو د دې بحران اصلي تاوان يوازي پر ايران او امريکا نه دی محدود. د خليج هېوادونه له سخت اقتصادي رکود سره مخ سوي، په آسيا کي توليدي فابريکې کم کار کوي، او په ځينو افريقايي هېوادونو کي د تېلو جيرهبندي پيل سوې ده. حتی د اروپا په هوايي ډګرونو کي د الوتکو د تېلو کمښت راپور سوی دی.
تاريخ هم ښيي چي دا ډول محاصرې ژر نتيجه نه ورکوي. ډېر وخت کلونه نيسي تر څو اغېز وکړي، او په همدې موده کي دواړه خواوي او نړيوال اقتصاد درانه زيانونه ويني.
له نظامي اړخه، امريکا د نړۍ له تر ټولو پياوړي بحري ځواک څخه برخمنه ده او د محاصرې عملي کول ورته ستونزمن نه دي. خو دا کار له خطره خالي نه دی. په تنګو او حساسو اوبو کي هره کوچنۍ پېښه کولای سي جګړه نوره هم پراخه کړي.
ايران هم بېبرخې نه دی. امکان لري چي خپل متحدين، لکه د يمن حوثيان، وهڅوي تر څو په بابالمندب کي پر بېړيو بريدونه پيل کړي او جګړه يو بل ډګر ته وغځوي.
يو بل مهم فاکتور چین دی. چين په سيمه کي اقتصادي او بحري حضور لري، او که حالات نور هم تاوده سي، ښايي د دې بحران په بڼه کي بدلون راولي.
په ټوله کي، دا کړکېچ تر دې مهاله د يوې مستقيمي بريا پر ځای د زغم، فشار او وخت جګړه ګرځېدلې ده. نه امريکا توانېدلې ايران ژر تسليم کړي، او نه ايران د فشار له دايرې وتلی دی. همدا حالت ښيي چي راتلونکی پړاو به لا هم پېچلی، اوږد او له نامعلومو پايلو سره مل وي.