د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس وایي چي د واشنګټن او تهران ترمنځ دوه اوونیز نازک اوربند لا هم پر خپل ځای دئ او یوه اوونۍ موده ئې لا پاته ده.
جي ډي ونس ویلي، که څه هم اوربند روان دئ، خو د دواړو لورو ترمنځ ژوره بېباوري سته چي د ده په وینا، په لنډ وخت کي نه سي له منځه تللی.
هغه زیاته کړې چي د جګړې د پای ته رسولو له پاره خبري ښایي په راتلونکو دوو ورځو کي بیا پیل سي.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخي، ټاکل سوې ده، چي دغه خبري اتري په پاکستان کي بیا له سره پیل سي.