لوید داګت د امریکا د کانګرس غړی وایي چي له ۱۱۰۰ څخه زیات افغانان چي له امریکایي ځواکونو سره ئې کار کړی لا هم په قطر

لوید داګت د امریکا د کانګرس غړی وایي چي له ۱۱۰۰ څخه زیات افغانان چي له امریکایي ځواکونو سره ئې کار کړی لا هم په قطر کي په ناعادلانه ډول بند پاته دي.
نوموړي تور پوري کړی چي ډونالډ ټرمپ د دغو کسانو د ویزو پروسه درولې او اوس ئې هغوی ته د پیسو وړاندیز کړی؛ څو بېرته افغانستان ته ستانه سي.
لوید داګت پر خپل ایکس پاڼه دا اقدام سخت غندلی او ویلي ئې دي، چي دا چاره نړۍ ته روښانه پیغام ورکوي، چي ټرمپ له هغو کسانو سره څنګه چلند کوي، چي د امریکا ګټي ئې لومړیتوب ګرځولي وې.

د هغه په وینا، دا ډول سیاست کولای سي د امریکا پر نړۍوال اعتبار منفي اغېز وکړي.