د ايران جګړه اوس يوازي د تهران او واشنګټن ترمنځ موضوع نه ده پاته سوې، بلکي د نړۍ د لويو قدرتونو ترمنځ د نويو تقابلونو سبب ګرځېدلې ده. په دې لړ کي د د چین ولسمشر څرګندوني ځانګړی ارزښت لري، چي خبرداری يې ورکړی نړۍ نه سي کولای د «ځنګل قانون» ته د بېرته ستنېدو خطر ومني.
دغه څرګندونې وروسته له هغه راځي چي ټرمپ د ايران د تېلو پر صادراتو، په ځانګړي ډول د هرمز له لاري، عملي محاصره پيل کړه. چين دا اقدام «خطرناک او غيرمسؤولانه» بللی، ځکه دا نه يوازي سيمه ييز ثبات ګواښي، بلکي نړيوال اقتصاد هم تر فشار لاندي راولي.
په ظاهره، د امريکا او چين ترمنځ اړيکي د يوې مهمي مرحلې پر لور رواني وې. ټاکل سوې وه چي ټرمپ په نږدې راتلونکي کي بيجينګ ته سفر وکړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سياسي اړيکي بېرته تنظيم کړي. خو د ايران کړکېچ اوس دا پلان له جدي خطر سره مخ کړی دی.
چين، چي د ايران د تېلو تر ټولو لوی پېرېدونکی ګڼل کېږي، په پيل کي نسبي چوپتيا غوره کړې وه. دا ځکه چي دوی موقتي زېرمي او د سمندر په لاره انتقالېدونکي بارونه درلودل. خو کله چي د امريکا محاصره عملي بڼه غوره کړه او دا احتمال پيدا سو چي چينايي بېړۍ به ودرول سي، نو د بيجينګ لهجه بدله سوه.
چيني ولسمشر په خپلو خبرو کي پر نړيوال نظم ټينګار وکړ او ويې ويل چي نړيوال قوانين بايد انتخابي ونه کارول سي. دا خبره په غير مستقيم ډول د امريکا پر تګلارو نيوکه وه، ځکه ټرمپ مخکې ويلي وه چي دی ځان د دې قاضي ګڼي چي کله نړيوال قوانين تطبيق کړي او کله نه.
په همدې حال کي، امريکا هم هڅه کړې ده چي له چين سره مستقيم ټکر مخه ونيسي. ټرمپ تر ډېره د چين پر ضد سختي څرګندوني نه دي کړي، آن هغه وخت هم چي راپورونه خپاره سول چي ښايي چين ايران ته ځيني وسلې ورکړي. دا احتياط ښيي چي واشنګټن نه غواړي د ايران جګړه د يو لوی قدرتي تقابل بڼه خپله کړي.
خو ستونزه دا ده چي د ټرمپ دوه ستر هدفونه اوس له يو بل سره په ټکر کي دي: يو دا چي د ايران د تېلو بهير بند کړي، او بل دا چي له چين سره يو بريالی سياسي او اقتصادي تفاهم ته ورسېږي.
د کارپوهانو په اند، که د امريکا او چين ترمنځ په خليج کي هر ډول مستقيمه پېښه رامنځته سي—لکه د بېړيو مخنيوی يا ټکر—نو دا به د اوسني کړکېچ بڼه په بشپړه توګه بدله کړي او ښايي د يوې پراخې نړيوالي شخړې لامل سي.
په عين وخت کي، چين د امريکا نظامي عمليات له نږدې څاري. داسي ښکاري چي بيجينګ هڅه کوي د واشنګټن د جګړې طريقه او چټک نظامي تحرکات تحليل کړي، څو په راتلونکي کي ترې زده کړه وکړي.
په ټوله کي، د ايران جګړه اوس د ستراتيژيک زغم، اقتصادي فشار او نړيوال قدرتي توازن يوه پېچلې معادله ګرځېدلې ده. چين نه غواړي دا بحران تر هغه حده ورسېږي چي نړيوال نظم ګډوډ کړي، خو په عين حال کي نه غواړي د امريکا د يو اړخيزو اقداماتو پر وړاندي چوپ هم پاتې سي.
همدا حالت ښيي چي راتلونکی به نه يوازي د ايران او امريکا ترمنځ، بلکي د واشنګټن او بيجينګ ترمنځ د اړيکو لپاره هم ډېر حساس او ټاکونکی وي.