د ايران د بشري حقونو سازمان حال وش خبر ورکړی

د ايران د بشري حقونو سازمان حال وش خبر ورکړی، چي د ايران په سيستان او بلوچستان ايالت کي نامعلومو وسله والو يو افغان کډوال ويشتلی او وژلی دئ.
په راپور کي ويل سوي، چي دغه افغان فاروق ملاخيل نومېدی او خپل کور ته د ننوتلو پر مهال وسله والو ويشتلی او وژلی دئ.
حال وش وايي چي فاروق د پنځو اولادونو پلار و.

تر اوسه د دغه پېښي انګېزه څرګنده نه ده، د ايران پوليسو ويلي چي په اړه ئې څېړني پيل کړي دي.