د بغلان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

د بغلان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په ګذرګاه نور ولسوالۍ کي يو ډاکټر نامعلومو کسانو په چاقو وهلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه ډاکټر سميع الله نومېدی او د يکشنبې په ورځ د روغتون څخه د کور پر خوا روان و، چي نامعلومو کسانو په چاقو وهلی او وژلی دئ.
تر اوسه د دغه ډاکټر د وژني انګېزه څرګنده نه ده او ط.. البانو ئې هم په اړه څه نه‌دي ويلي.