نن د اګسټ ۳۱مه د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وروستي سرتېري د وتلو پنځه کاله پوره سوه

نن د اګسټ ۳۱مه د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وروستي سرتېري د وتلو پنځه کاله پوره سوه.
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۳۰مه د امریکا وروستۍ پوځي الوتکه له کابل څخه پورته سوه او په دې سره په افغانستان کي د امریکا نژدې ۲۰ کلن پوځي حضور پای ته ورسېدی.
امریکايي او متحدو ځواکونو ئې د ۲۰۰۱ کال په اکټوبر کي په افغانستان کي پوځي عملیات پیل کړل. دغه عملیات د سپټمبر د ۱۱مي له بریدونو وروسته د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په نوم پیل سوي وو.

له نژدې دوو لسیزو وروسته، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په پای کي ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان ووتل او ورسره د امریکا شل کلن پوځي ماموریت هم پای ته ورسېدی او په افغانستان کي د‌ط..البانو ډله د دوهم ځل له پاره پر ټول افغانستان باندي واکمنه سوه.