د ايران د بشري حقونو سازمان ههنگاو په خپل تازه راپور کي ویلي چي د ایران حکومت د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسي پر افغان وګړو د اعدام سزاوي زیاتي کړي دي.
په راپور کي راغلي چي په تېرو لسو میاشتو کي لږ تر لږه ۸۵ افغانان د ایران له لوري اعدام سوي دي.
د ههنگاو د معلوماتو له مخي، تازه مورد ئې بسمالله تاجیک نومی افغان دئ چي د قتل په تور، پرون د یکشنبې په ورځ د بندرعباس په مرکزي زندان کي اعدام سوی دئ.
د بشري حقونو فعالان وايي چي د ایران عدلي نظام کي د افغان کډوالو دوسیې په شفاف ډول نه څېړل کېږي او زیاتره دا وګړي بې له عادلانه محاکمې د سختو سزاوو سره مخ کېږي.
د یادونې وړ ده چي ایران کي افغان کډوال د ګڼو حقوقي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي او د اعدامونو دا لړۍ د بشري حقونو مدافعینو جدي اندېښني راپارولي دي.