د ننګرهار د ط..البانو د امرب.المعروف رياست مسئولينو ويلي، چي په دغه ولايت کي ئې ۸۶ بېلابېلي د موسيقۍ الې راټولي کړي او سوځولي دي.
هغوی ويلي چي د موسيقۍ دغه وسايل ئې د ننګرهار ولايت په شپږمه ناحيه کي د بېلابېلو پروګرامونو پر مهال را ټول کړي او سوځولي دي.
د ط..البانو د امرب.المعروف مسئولين وايي چي دغه کار ئې د ټولني د اصلاح، د ناوړه کړنو د مخنيوي او د شرعي اُصولو د عملي کولو په موخه تر سره کړی دئ.
دا په داسي حال کي ده، چي په افغانستان کي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم په دغه هيواد کي د موسيقۍ هنر پيکه سوی، چي له امله ئې ډېری هنرمندان بهرنيو هيوادونو ته مهاجرت ته اړ سوي دي.