د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي د سې شنبې په ورځ پر خپله اېکس پانه ليکلي، چي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ډيپلوماسۍ او هغه امريکايانو سره خيانت وکړ، چي ده ته ئې رايه ورکړې وه.
هغه ويلي، چي لومړی ټرمپ د خبرو ميز ته راغلی او د اټومي وسلو اړوند ئې خبري پيل کړې؛ خو بېرته ئې د مذاکرات ميز بمبار کړ او د ډيپلوماسۍ سره ئې خيانت وکړ.