د اسرائیلو پوځ د سې شنبې په ورځ ويلي

د اسرائیلو پوځ د سې شنبې په ورځ ويلي، چي په تهران کي د ایران د دولت د زیربناوو پر وړاندي د پراخو بریدونو لسمه څپه ئې پیل کړې ده.
هغوی ويلي، چي اسرائیلو او امريکا په ګډه پر ايران خپل پراخ عملیات جاري ساتلي دي.
په ورته وخت کي بيا د ايران دولت د اسرائیلو او امريکا څخه د غچ اخيستلو او جوابي بريد له پاره په سيمه کي د امريکا پر پوځي اډو او مرکزونو باندي بريدونه جاري ساتلي دي.