د ايران د سپاه پاسدارانو ځواکونو ادعا کړې

د ايران د سپاه پاسدارانو ځواکونو ادعا کړې، چي د چهارشنبې په سهار ئې په کوېټ او بحرین کي د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي دي.
هغوی ويلي چي د عملیاتو په څلورمه څپه کي ئې د کویټ د مینا عبدالله اډه او په پنځمه څپه کي ئې په بحرین کي د امریکا یوه پوځي اډه په نښه کړې ده.
سپاه په خبرپاڼه کي دا هم ویلي چي که وضعیت همداسي دوام وکړي نو د سیمي د نفتو او ګازو صادرات به یا د ټولو له پاره وي او یا به د هېچا له پاره نه وي.

تر اوسه د کویټ او بحرین چارواکو د ايران د‌‌ دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.