سپاه پاسدارانو د چهارشنبې په سهار په يوه خبرپاڼه کي د کویټ له خلګو غوښتي چي پر امریکايي ادارو او مرکزونو بریدونه وکړي او ویجاړ ئې کړي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي ايران د کويټ له خلګو تمه لري چي امريکايي ځواکونه له خپلو سیمو وباسي.
د کوېټ خلکو ته په ځانګړې توګه ویل سوي چي د امریکايي ادارو د ویجاړولو او د امریکايي پوځي اډو پر ضد د اقدام له پاره دي له هېڅ فرصت څخه نه تېرېږي.
دغه څرګندوني پر داسي مهال کېږي چي په سیمه کي د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ لا هم روان دئ.